IQNA

د ایکنا راپور:

د ۱۲ ورځنۍ تپلي  جنګ د شهيدانو د  جنازو دستورې

11:05 - June 29, 2025
د خبر لمبر: 3491329
ایکنا – د غیرت له چوک  څخه د شهادت تراافق پورې؛ د ایران ملت د ملي اقتدار د شهيدانو د پاکو جنازو دستورې ترسره کړې.

ایکنانیوز راپور راکړ، د ایران د اسلامی جمهوریت د  اقتدار د شهيدانو د پاکو  جنازو دستورې پرون سهار د تهران د شهيدپالونکو خلکو په پراخ او  ولولناک ګډون سره ترسره شوې او تهران يو ځل بيا د ملت د غیرت او وفادارۍ صحنه شوه. د هر قوم او نسل  او پرګنې خلکو،له انقلاب چوک څخه تر آزادۍ چوک پورې، د صهیونیستي رژیم د تېري په پایلې کې د ۶۰ شهيدانو پاکې جنازې د اوښکو، صلواتو او حماسي او استکبار ضد شعارونو په  ډک چاپېریال کې پر اوږو واخیستې او بدرګه ئې کړې.

د ایکنا د خبریال د راپور له مخې، د پوځي قوماندانانو، نامتو ساینسپوهانو او نورو لوړ پوړو مسئولو شهيدانو د پاکو   جنازو ولولناکې او پرتمینې دستورې، چې د تیریګر او وحشي صهیونیستي رژیم د جنایتکار  تېري په پایلې کې د ایران د اسلامي جمهوریت په خاورې کې شهيدان شوي وو، پرون سهار، د شنبې په ورځ،  د تهران د شهيد پالونکي وس  په پراخ ګډون سره، د انقلاب اسلامي لع میدان څخه تر آزادۍ میدان پورې ترسره شوې.

دا مراسم په رسمي توګه  پرون سهار ۸ بجې د قرآن کریم د حج سورې د ۳۸ آیت په تلاوت سره پیل شول: «إِنَّ اللَّهَ يُدَافِعُ عَنِ الَّذِينَ آمَنُوا إِنَّ اللَّهَ لَا يُحِبُّ كُلَّ خَوَّانٍ كَفُورٍ» (بې شکه الله مومنان د دښمن  له هر شر او مکر څخه خوندی ساتي، بې شکه الله هیڅ خیانتکار او کافر ناسپاس  نه خوښوي). 

په دغو مراسمو کې د ۶۰ شهيدانو د پاکو جنازو دستورې  ، چې په هغو کې ۴ ماشومان، ۴ ښځې، پوځي قوماندانان، ایټمی ساینسپوهان او د رسنیو فعالان شامل وو، ترسره شوې. له پرون سهار وختي، د اسلامی انقلاب میدان د خلکو د پراخ  ولسي ګډون شاهد و، چې په حسیني روحیې  الهام سره او د «یا لبیک یا حسین (ع)» د سربیرغونو په اوچتولوسره  په دغه ځای کې راټول شوي وو. د صهیونیزم او امریکا ضد شعارونو لرونکي پلې کارډ،نه  د هغې غوسې او غم نښه وو، چې د وروستیو جنایتونو، په ځانګړې توګه د مقاومت جبهې او د  قدس د نیواکګر رژیم ترمینځ په  ۱۲ ورځنئ جګړې کې، د  سلامي امت  په زړونو کې  ئې ځاي کړی دی.

مراسم تشییع پیکر مطهر «شهدای اقتدار ایران»

د «مرګ پر اسرائیل» او «مرګ پر امریکا» غږیز شعارونه په دغې غونډه کې پورته شول او د ایران ملت له استکبار سره د مبارزې او د مقاومت د ملاتړ په برخې کې خپل کلک  همد او اراده  وښودله. دا دستورې د ملي یووالي یو بې مثاله نښه وه، چې د دغه ملت په تاریخ کې به تلپاتې پاتې شي. 

په دغو مراسمو کې د د هېواد د نړیوال قاري احمد ابوالقاسمي، لخوا د قرآن کریم آیتونه ولوستل شول. ورپسې د اهل بیت(ع) مداح سعید حدادیان، ، حماسي شعرونه وویل او د ټرمپ لخوا د اسلامی انقلاب د ستر لارښود پر وړاندې د وروستیو بې ځایه او بې احترامه  خبرو په ځواب کې ئې شعرونه ولوستل. 

مسعود پزشکیان در مراسم تشییع پیکر مطهر «شهدای اقتدار ایران»

د قدس اشغالګر رژیم د جنایت په پایلې کې د تهران په  ولولناکو مراسمو کې د ماشومو شهيدانو د تابوتونو غمجن او زړه بوږنوونکی انځورونو د خلکو زړونه ودردول .دا صحنې د صهیونیستي رژیم په لاس  د بې دفاع خلکو، په ځانګړې توګه د معصومو ماشومانو پر وړاندې د ظلم او جنایتونو یادونه کوي. په دغو مراسمو کې د خلکو پراخ ګډون د دوي د غم شریکولو او د کورنیو د ملاتړ او د ظلم او استکبار پر وړاندې د ایران د ملت د کلک  هود او ارادې نښه وه. 

د تهران او شاخوا سیمو  خلکو  د شهيدو قوماندانانو انځورونه په لاسونو کې نیولي وو او د دغو اتلانو شجاعت، قربانی او سرښیندنې  ئې انځور کړې وې. دغه قوماندانانو خپل ژوند د اسلامي انقلاب او خپل پاک  وطن او د انقلاب د آرمانونو د دفاع په لاره کې قربان کړ او نومونه ئې د دې سرحد او خاورې په تاریخ کې تلپاتې شول. 

دیوارنگاره میدان انقلاب اسلامی

 د ایران د اسلامی جمهوریت ولسمشرمعسود پزشکیان،د قضایه قوې مشر حجةالاسلام محسن اژه اي  او د اسلامی شورا مشر محمد باقر قالیباف  او نورو لوړپوړو پوځي او حکومتی مسئولانو هم  په دغو ولولناکو او میلیوني لاریون کې  د خلکو ترڅنګ ګډون وکړ. 

د شهيدانو د  جنازو د دستورو یوه ځانګړې او فکري بڼه د ماشومانو او زلمیانو شتون ؤ ، چې له  خپلو کورنیو سره یوځای په دې معنوي مراسمو کې ئې ګډون کړی و. دا ګډون د ایثار، شجاعت او مقاومت د ارزښتونو  راتلونکو نسلونو ته د منتقلولو نښه ده. ماشومان  او ځوانان  د دغو صحنو په لیدلو سره د شهادت او فداکارۍ کلتور سره اشنا کیږي او د استکبار ضد او د وطن د دفاع روحیه پکې روزل کیږي.

شهدای رسانه

د «ایران د اقتدار شهيدانو» د جنازو دستورې په رښتیا سره باید د اسلامی انقلاب  د تاریخ په تقویم کې د یوه بل «یوم‌الله» په توګه وشمېرل شي، چې د «وعده صادق ۳» بریاليو عملیاتو سره  همهاله ارزول کیږي او د دې مقاوم او کلک هوډ لرونکي  ملت له شهيدانو سره د نه شلیدونکو  اړیکو څرګندونه کوي. 

دا ملي او مذهبي مراسم د ایران  د ملت لپاره یو فرصت و، چې د خپل  ولولناک ګډون  له لارې، د لوړ مقام شهيدانو د آرمانونو سره خپل میثاق تازه کړي او د ایران ملت دښمنانو ته روښانه پیغام ورکړي چې ؛ ایران د شهيدانو د وینو په برکت ژوندی دی او د مقاومت لاره به هیڅکله ونه درېږي.

https://iqna.ir/fa/news/4291247/

captcha